دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 272162
په هرات کې پر ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو ویش
په هرات ولايت کې د سرې مياشتې مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په انجيل ولسوالۍ کې يې پر ١٥٠٠ اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات ولایت کې د سرې میاشتې د نمایندګۍ د دفتر د نشراتو رییس عزیز احمد متین وايي، چې پرون چهارشنبه د جوزا په ۳۱مه به د انجیل ولسوالۍ په ۱۵۰۰ مستحقو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وویشل شي.
 
ده زياته کړه: په دې بهيرکې هغو کورنيو ته چې مخکې پيژندل شوي وو؛ د خوراکي توکو په مرسته ٤٠ کيلو اوړه، ٥ کيلو وريجې، ٥ کيلو بوره، ٦ کيلو لوبيا او ٥ لېتره غوړي ورکول کېږي.
 
په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې دي، خوښي څرګندوي.
 
دوی له چارواکو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي، تر څو د ژوند لپاره یوه ثابته عایداتي سرچینه ولري.
 
https://avapress.com/vdcfv0d00w6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته