دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 272391
په بامیان کې د لوی اختر په مناسبت امنیتي تدابیر نیول شوي/ سیلانیان دې ولایت ته له اندېښنو پرته سفر وکړي
د باميان ولايت امنيتي مسوولينو د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د کوچني اختر په ورځو کې د جدي امنيتي تدابيرو د نيولو اعلان وکړ او له کورنيو او بهرنيو سيلانيانو يې وغوښتل چې له کومې اندېښنې پرته دغه ولايت ته سفر وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت لپاره د اسلامي امارت امنیه قوماندان مولوي صدیق الله شاهین مصدق نن دوشنبه (سرطان ۵) په یوه خبري ناسته کې ډاډ ورکړ چې په بامیان ولایت کې د سیلانیان امنیت تامین شوی دی.
 
د باميان ولايت امنيه قوماندان وايي چې باميان ته غځېدلې ټولې لارې د سيلانيانو پر مخ خلاصې دي او د سيلانيانو لپاره کومه امنيتي ستونزه نشته.
 
په دې کنفرانس کې ښاغلي شاهین مسافر بامیان ته په غځیدلو لارو کې د پوستو د جوړولو خبر ورکړ او ویې ویل چې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې له سیلانیانو سره ښه چلند وکړي.
 
خو د باميانو امنيه قوماندان له سيلانيانو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې د لارو د ګڼې ګوڼې له امله په احتياط سره موټر چلوي، څو په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو مخه ونيول شي.
 
د بامیانو امنیه قومانداني وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي او د دغو پېښو ډېری لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.
 
په ورته وخت کې د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي هم د سیلانیانو د شمېر د زیاتوالي په اړه هیله مند دي.
 
د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الرحمن محمدي وايي، د سږني کال په لومړيو درېيو مياشتو کې له سړې هوا سره سره څه دپاسه ٥٠٠ بهرنيو سيلانيانو او ١٦٠٠٠ کورنيو سيلانيانو باميان ولايت ته سفر کړى دى.
 
بامیان ولایت د خپلو ښایسته طبیعي منظرو او تاریخي سیمو په درلودلو سره هر کال د لسګونو زرو سیلانیانو کوربه وي.
 
له کرنې او مالدارۍ وروسته د سیلانیانو صنعت د دغه ولایت د خلکو په ژوندانه کې مهم رول لوبوي.
 
https://avapress.com/vdcjh8e8vuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته