دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 272455
د بلخ والي د دغه ولایت د شیعه عالمانو له شورا سره په کتنه کې:

اسلامي امارت د شیعه ګانو حقونو ته پوره پاملرنه کوي

اسلامي امارت د شیعه ګانو حقونو ته پوره پاملرنه کوي
د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت والي نن د بلخ د شیعه علماوو له شورا سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت د شیعه ګانو حقونو ته پوره پاملرنه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د رسنیو مرکز پرون (سه شنبه، سرطان ۶) د دغه ولایت والي، د پوهنې او د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو د دغه ولایت شیعه علماوو شورا له مسوولینو او غړو سره خبرې وکړې.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د بلخ د شیعه علماوو شورا مشر حسین علي بایاني په هېواد کې د بشپړ امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ټول ولس له نظام سره دی او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې قومي، ژبني او مذهبي مسایلو سره خلک وویښي.
 
همدارنګه په راپور کې د بلخ ولایت سرپرست محمد یوسف وفا ویلي چې د خلکو د امنیت تامین او د هغوی ستونزو ته رسیدګي زموږ مسوولیت دی.
 
د بلخ والي زياته کړه چې په هېواد کې د ټولو قومونو او مذهبونو حقونه خوندي دي او خدمتونه په مساوي ډول ټولو خلکو ته وېشل کېږي.
 
ښاغلي وفا دا هم وویل چې د اسلامي امارت ټول چارواکي او مشران د شیعه ګانو حقونو ته پوره پاملرنه کوي.
 
https://avapress.com/vdcamunum49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته