دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 272951
د کندهار د تېلو په مارکېټ کې اور لګېدنې اته میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی
د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ښار د تېلو په عمومي مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله اته ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى دى. دوی زیاتوي، چې دا اور لګېدنه څو ساعته مخکې ووږل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د چارواکو په وینا، پرون ماښام (شنبه، سرطان ۱۷) د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د تېلو په مارکیټ کې د زېرمه کولو جنراتور د ګرمېدو له امله رامنځته شوي چې د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند بازار کې یې هټیوالو ته اته میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
 
ويل کيږي چې دغه اور د کندهار ښاروالۍ ، د اور وژنې رياست او د ٢٠٥ اتل قول اردو د مسوولينو په ګړندي همغږي وږل شوي دي .
 
ويل کيږي چې په دې اور لګېدنه کې ٨ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى او يو شمېر کسان لږ سوځېدلي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
 
https://avapress.com/vdcbs5b58rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته