دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 273108
له پاکستان څخه تر ۵۰۰ ډېر کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیرو دریو ورځو کې له پاکستان څخه هیواد ته د څه باندې پنځه سوه افغان کډوال د راستنیدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ټویټر کې اعلان کړی چې له تېرې شنبې څخه تر سه شنبې پورې ۵۵۷ افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
دغه وزارت وايي، دغه افغان کډوال چې ټولټال ۹۴ کورنۍ دي د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ورپېژندل شوي او هر راستانه شوي کډوال ته به د خوراکي توکو یوه بسته ورکړل شي.
 
دا نه دي ویل شوي چې دغه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او که له پاکستانه وتلو ته اړ شوي؟.
 
https://avapress.com/vdcgzw9x7ak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته