دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 273230
د حج او اوقافو وزارت: تر اوسه له سعودي عربستان څخه په ۱۳ الوتنو کې ۴۵۰۰ حاجیان کابل ته راستانه شوي دي
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پرون جمعه (سرطان ۲۳) اعلان وکړ، چې د راستنېدونکو الوتنو له پیل راهیسې ۴۵۰۰ حاجیان مرکزي زون ته رسېدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د حج او اوقافو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، له مرکزي زون څخه د حاجیانو د ۱۲ او دیارلسمې الوتنې له پیلیدو وروسته چې تیره شپه ترسره شوه، ټولټال ۴۴۹۸ حاجیان هیواد ته ستانه شوي دي.
 
دغه وزارت خبر ورکړی، چې حاجیانو د سږ کال د حج په بهیر کې د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه د حج او اوقافو له وزارت او د اسلامي امارت له مسوولینو د خدماتو ستاینه کړي او د دغه نظام د لا پیاوړتیا لپاره یې دعا کړې ده.
 
د سږ کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه شاوخوا ۳۰ زره حاجیانو برخه اخیستې وه.
 
https://avapress.com/vdcc11qix2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته