دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 273546
د کانکور ازموینې لومړۍ ورځ په ۱۱ ولایتونو کې واخیستل شوه
د ۱۴۰۲ کانکور ازموینې لومړۍ ورځ نن (پنجشنبه ، سرطان ۲۹) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د هلکانو په شتون او د نجونو له شتون پرته واخیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ۱۴۰۲ کال د کانکور آزموینې لومړۍ ورځ نن په بامیان، دایکندي، غور، فاریاب، جوزجان، پکتیا، خوست، لوګر، بغلان، سرپل او تخار ولایتونو کې واخیستل شوه.
 
د ازموینو ملي بورډ اعلان کړی، چې د سږني کال د کانکور په ازموینه کې به یوازې هلکان برخه اخلي.
 
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د لوړو زده کړو له وزارت څخه يې يوازې د نارينه محصلينو د استخدام لېست ترلاسه کړى دى.
 
د ازموينې رياست زياته کړه چې د کانکور ازموينې لپاره د ګډون کوونکو د ټاکلو مسووليت نه لري او "دا د لوړو زده کړو وزارت کار دى چې څوک به ازموينه اخلي او څوک به نه ورکوي."
 
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کانکور په ازموینه کې نجونو ګډون کړی و.
 
https://avapress.com/vdcc01qie2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته