دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 273687
مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت توانېدلی چې په لنډه موده کې اداري فساد له منځه یوسي
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د څارنې عالي ادارې له مشر سره په کتنه کې وويل چې اسلامي امارت په کمه موده کې اداري فساد له منځه وړى او په ادارو کې يې شفافيت رامنځته کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې کتنه کې د څارنې عالي ادارې رئیس مولوي محمد محسن هاشمي په ادارو او وزارتونو کې د روڼتیا د رامنځته کولو په موخه د دې ادارې فعالیتونه مهم وبلل او ویې ویل: د دې ادارې مفتشین په پوره اخلاص سره د څانګو تفتیش او بیا کتنه کوي.
 
د باخترآژانس د خبرله مخې: د څيړنې عالي ادارې رييس زياته کړه چې د دوى دفتر هڅه کوي چې د اسلامي امارت د مشرانو د ډالۍ په اساس په وزارتونو او رياستونو کې شفافيت رامنځته کړي او د فساد مخه ونيسي او په دې لاره کې د مشرانو مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري.
 
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم وویل: اسلامي امارت وتوانید چې په لنډه موده کې اداري فساد له منځه یوسي او په ادارو کې شفافیت رامنځ ته کړي چې دڅارنې ریاست په څير د څلویښتو څلویښتو څانګو له پرله پسې هلو ځلو پرته شونې نه وه او دا دافغانستان داسلامي امارت لپاره ستر ویاړ دی.
 
مولوي حنفي همدارنګه د تفتیش له ریاست څخه وغوښتل چې په دفترونو کې د روڼتیا د رامنځته کولو لپاره له اوس څخه په دقت سره کار وکړي ترڅو "رسمي دفترونه د سیمې د هیوادونو لپاره د روڼتیا په برخه کې نمونه شي".
 
https://avapress.com/vdcivparyt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته