دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 275302
په هرات کې پر ۳۷۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو ویش
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ادرسکن او پشت کوه ولسوالیو کې یې پر زرګونو اړمنو کسانو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت په ادرسکن او پشتکوه ولسوالیو کې پر ۳۷۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
د دوی په وینا، دغه مرستې په ادرسکن ولسوالۍ کې پر ۲ زره ۴۶۴ کورنیو او په پشتکوه ولسوالۍ کې پر ۱ زره ۲۳۶ کورنیو وېشل شوې دي.
 
د چارواکو په وينا، دغه توکي د خوراک نړيوال سازمان په مالي مرسته او د هرات د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر څارنې لاندې د "د افغانستان د کليو د سيمو د همغږۍ، پراختيا او بيارغونې موسسي په تخنيکي همکارۍ وېشل شوي دي.
 
ويل کيږي چې په دغو خوراکي توکو کې ٥٠ کيلو اوړه، شپږ کيلو دال، پنځه ليتره غوړي، نيم کيلو مالګه، ٣٠ بسته د ماشوم خوراکي توکي او د ميندوارو او شيدې ورکوونکو ښځو لپاره څلور نيم کيلو خوراکي توکي شامل دي.
 
دغه مرستې له سروې وروسته په اړو کورنيو ووېشل شوې.
 
https://avapress.com/vdce7n8wwjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته