دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 275606
په کابل ښار کې اته تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول
د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، د درېیمې ناحیې امنیتي ځواکونو اته تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، سنبله ۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پولیسو د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور اته تنه نیول شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو کسانو په منځ کې پنځه کسان چې درې یې نارینه او دوه یې ښځې دي، په زور د 20,000 ډالرو غوښتنونکي په تورن، په دوی کې دوه تنه د مجاهد د نوم څخه په استفادي له درېیو وسلو سره نیول شوي او یو بل کس د کورونو نه د غلا په تور نیول شوی دی.
 
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې د مجرمینو دوسیې به ترتیب او اړوندو ارګانونو ته به وسپارل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو راپورونو له مخې د اسلامي امارت په جوړیدو سره په کابل کې جنايي جرمونه اتیا سلنه کم شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbgsb50rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته