دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 276452
د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ پولیسو یو ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو وژغوره
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند وايي: يو ماشوم چې تيره شپه د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تښتول شوى و د کلکان ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په هلوځلو سره د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن دوشنبه (۲۰ سنبله) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: یو ماشوم چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و د امنيتي ځواکونو په هلو ځلو دغه ماشوم په کلکان ولسوالۍ کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
 
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د دغه خبر له ترلاسه کولو وروسته د کلکان ولسوالۍ پوليسو د تښتوونکو له منګولو څخه د ماشوم د ژغورلو لپاره ډېر ژر اقدام وکړ او درې تنه تښتوونکي يې ونيول.
 
  هغه زياته کړه، چې تښتول شوى ماشوم يې تر څېړنو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو قطعاتو د انسان تښتوونکو یوه ډله نیولې وه، چې د امین الله په نوم یې د کابل یو اوسېدونکی تښتولی و او د پغمان ولسوالۍ په پشته بادام سیمه کې یې ساتلی و.
 
د ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندانۍ د تښتول شوي کس د هویت په تاییدولو سره په سیمه کې د عملیاتو او له سړي تښتونکو سره په نښته کې څلور تنه انسان تښتوونکي وژلي او تښتول شوی کس یې آزاد کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcbs0b55rhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته