دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 276486
په بدخشان کې د ځمکې ښویېدنې له امله بې ځایه شوي خلک تر خیمو لاندې ژوند کوي
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي؛ د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰۰ کورنۍ چې کورونه یې د ځمکې ښویدنې له امله ویجاړ شوي، تر خیمو لاندې ژوند کوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ په دوو کلیو کې د ځمکې ښویدنې له امله له شاوخوا شپږو ورځو راهیسې بې ځایه شوي خلک په ازاده هوا او تر خیمو لاندې ژوند کوي.
 
د بدخشان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس محمد اکرم اکبري افغان غږ خبری آژانس ته وويل: له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست او مرستندويه ادارو له خوا د ياوان ولسوالۍ پر بې ځايه شويو کورنيو ٣٥٠ خېمې وېشل شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، اوس د ځمکې ښويېدنې مخه نيول شوې، خو ٣٢٣ کورنۍ چې کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي، تر خېمو لاندې ژوند کوي.
 
اکبري دغه راز زياته کړه چې پر دغو کورنيو خوراکي توکي د نړيوال خوراکي سازمان له خوا وويشل شول.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ځمکې ښوېدنې په دوو کلیو «یدنیل» او «مرچها» کې ۳۲۳ د استوګنې کورونه ویجاړ کړل او اوسېدونکي یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.
 
https://avapress.com/vdcivqarqt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته