دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 276773
د کابل په شمال کې د جبل السراج - بګرام لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
د کابل په شمال کې د جبل السراج – بګرام لویې لارې د بیارغونې چارې پرون یکشنبه د سنبلې په ۲۶مه پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سړک چې ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د پلازمېنې او د هېواد د ديارلسو شمالي او شمال لوېديځو ولايتونو تر منځ يو له مهمو ترافيکي لارو څخه دی.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د پروان د والي مرستيال محمد ادريس انوري د شاه جوى د بيارغاونې د پيل په مراسموکې وويل: د دغه سړک په بيارغاونې سره به د کابل- مزارشريف د لويې لارې د ترافيکو بهير نورمال او د ښاریانو په هوساینه کې د پام وړ رول ولوبوي.
 
د پروان د فوايد عامې رييس مولوي عزت الله عارف هم وويل، چې دغه رياست به د دې لويې لارې په بيارغونه ٣٠ ميليونه افغانۍ ولګوي.
 
د پيمان کار شرکت مشر حاجي خان آغا هم وايي، چې د دغه سړک د ويجاړو شويو برخو بيارغونه به شاوخوا دوه مياشتې وخت ونيسي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ تونل له څو ورځو راهیسې د تونل دننه د ترمیم د کار له امله په بشپړه توګه د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchq-nix23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته