دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 276922
په پکتیکا او زابل کې شاوخوا څلور زره اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په پکتیکا او زابل ولایتونو کې پر ۳۸۱۷ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نعمت آباد، سروبي او وازیخوا ولسوالیو کې پر ۲۵۴۲ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
دغه مرستې د نجات د بشري مرستو او پراختيا موسسې (RHDO) په تخنيکي مرسته د خوړو نړيوال پروګرام له خوا ووېشل شوې.
 
په ورته وخت کې د زابل ولایت چارواکي هم په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پر ۱۷۶۵ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له تسلط وروسته د هېواد تر نیمايي زیات نفوس د لوږې له سخت بحران سره مخ شوی دی.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې یو شمېر سازمانونو په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونه تنه اعلان کړی و.
 
https://avapress.com/vdcdx90xxyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته