دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 276984
په تېرو څلورو ورځو کې له پاکستان څخه ۹۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
د تورخم د لارې چارواکي وايي، له څلورو ورځو راهیسې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ۹۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تورخم د لارې مشر بخت جمال ګوهر وايي، دغه شمېر کورنۍ په پاکستان کې کډوالې وې او د لارې له پرانستلو وروسته بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۸۰۰ کورنۍ له دې لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
باید وویل شي، چې د تورخم دروازه په دې وروستیو کې له نهو ورځو وروسته د پاکستان له لوري د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
https://avapress.com/vdcbw0b5arhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته