دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 277369
په ننګرهار کې د لرګیو په یوه پلورنځي کې اور لګېدنې مالي زیانونه اړولي دي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د لرګیو په یوه پلورنځي کې د اور لګېدنې له امله دوه نیم میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، دغه اورلګیدنه د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې اړوند د لرګیو په یوه دوکان کې شوې ده.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د اور وژنې ډلې د ١٢ ميليونه افغانيو په ارزښت د لرګيو د يوې بلې اور لګېدو مخه ونيوله.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې د استوګنې په یو شمېر کورونو کې اور لګېدلی و.
https://avapress.com/vdcjmae8huqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته