دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 277500
په ننګرهار کې د ۳۶ پرمختیايي پروژو کار پیل شو
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۶ پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پچیراګام ولسوالۍ کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري وویل؛ دوی په هیواد کې د امنیت او سولې په راوستلو سره د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
 
د ننګرهار مرستيال والي هم په دې ولسوالۍ کې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د "ډاکار" او "يونپس" رياستونو له مسوولينو مننه وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
 
په ورته وخت کې د ننګرهار د کليو پراختيا رييس مولوي غضت الله مبارز وايي، چې د (UNOPS) موسسې د ۲۰ ميليونه او ۸۶ زره افغانيو په مالي لګښت د پچيراګام ولسوالۍ په ۱۹ کليو کې دغه پروژه د ولايتي ادارې په تخنيکي همکارۍ پلې کړې ده. د ډاکار انسټیټیوټ
 
ده وويل: په دغو پروژو کې د ١٣،٥ کيلومتره سړکونو پخول، د ١٤ کيلومترو په اوږدوالي د ١٨ کانالونو پاکول او د ٩٥٠ مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه شامل دي.
 
ده زياته کړه: له دغو پرمختيايي پروژو څخه به ١٨٠٠ کورنۍ په مستقيم ډول او ١٢ زره کورنۍ په غير مستقيم ډول ګټه واخلي.
 
بل خوا د پچيراګام ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب مولوي رياض الله حقاني د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي وښوده او د ښوونځيو د ودانيو، د اوبو بندونو جوړول او ځوانانو ته يې د کار زمينه برابره کړه.
 
له دې سره سره داکار موسسې د ختيځ زون مشر وويل: دغه پروژې حیاتي پروژې دي چې ٨٠ سلنه پيسې يې دکارګرانو او پاتې نورې يې د يي د پروژو دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د بهرنيو او کورنيو بنسټونو له خوا ګڼې پرمختيايي پروژې پلې کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgzu9xzak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته