دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 277747
په پکتیکا ولایت کې د ۹۱ پرمختیايي پروژو کار پیل شو
د پکتيکا ولايت په اورګون او يوسف خېلو ولسواليو کې د خلکو په مشرۍ د پراختيايي ادارې له لوري د ۱۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ۹۱ بېلابېلو پروژو کار پيل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول، د ویالو او کانالونو پاکول شامل دي.
 
همدارنګه د دغو پروژو په پیل سره د ۷۰۸۶ کسانو لپاره کاري چاپېریال ښه شوی دی.
 
تر دې مخکې د پکتيا ولايت د کليو او پراختيا رياست مسوولينو ويلي وو، چې د مرکز ګردېز ښار په بېلابېلو کليو کې يې د ٢٤ پروژو کار پيل کړى دى.
 
د پکتيا د کليو او پراختيا رياست د څرګندونو له مخې، دغه پروژې د "UNOPS" موسسې په مالي مرسته د ٣٠ ميليونه او ٩١٧ زره افغانيو په لګښت پيل شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو له خوا د عامه ګټو ګڼې پروژې شتون لري.
 
https://avapress.com/vdcjxae8auqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته