دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 278389
ملګرو ملتونو په بادغیس کې ۱۷ روغتیايي سرپناهونه جوړ کړي دي
په بادغیس کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته ۱۷ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بادغیس ولایت د اسلامی امارت د عامی روغتیا ریاست د اعلامیې له مخې، دغه روغتیایی مرکزونه د جوند، بالامرغاب، ابکمری، قادس او مقر په ولسوالیو کې جوړ شوی دی.
 
دغه رياست وايي چې د دغو کوچنيو روغتيايي مرکزونو د جوړولو لګښت ٢٥ ميليونه افغانۍ دى.
 
په بادغیس کې د اسلامي امارت د عامي روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
روغتيايي سرپناه هغه کوچني او لومړني روغتيايي مرکزونه دي چې په کليو کې جوړ شوي او د ميندوارو ښځو لپاره روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
 
د يادونې ده، چې د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د نړيوالو موسسو په همکارۍ ٢٥ روغتيايي ځالې جوړې شوې دي.
https://avapress.com/vdcc44qio2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته