دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 278926
په غزني کې د يوولسو پراختيايي پروژو د پلې کېدو چارې پيل شوې
د غزني ښاروالۍ چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ پرمختیايي پروژو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ښاروالۍ د انجینرۍ رئیس فضل احمد مدنی وايي، دغه پروژې د دغه ریاست له خوا د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.
 
د مدني د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کابل - کندهار سړک تر منځ د لسګونو مترو په اوږدوالي د کثافاتو رغول، غزني ته د ننوتو دروازې جوړول، د بلخ دروازې جوړول او په غزني ښار کې د څو نورو دروازو رغول شامل دي.
 
هغه وويل، چې د دغو پلچکونو او دروازو جوړول او بيارغونه د غزني ښار ښکلا زياتوي.
 
دغه پروژې چې سل تنه سيمه ييز کارګران په کې کار کوي، په درېيو مياشتو کې به پيل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو له خوا ګڼې پرمختيايي پروژې ترسره کېږي.
 
https://avapress.com/vdcj8oe8muqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته