دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 279171
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان له خلکو سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان له ډېرو زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن (چهارشنبه، عقرب ۳) په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ژمی را روان دی او افغانستان انتظار نه شي کولی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۲۱.۶ میلیونه ډالرو د بشري مرستو هرکلی کوي.
 
د خوړو د نړیوال پروګرام په خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې دغه مرسته به د دغه پروګرام له لارې په ټول افغانستان کې له ۲۱ میلیونو زیانمنو او د خوراکي توکو له ناامنو خلکو سره مرسته وکړي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي، چې د دغه هېواد د نفوس له دریمې برخې سره برابر دي، نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه شي.
 
په دې وروستيو کې د سړې موسم د رارسېدو په مناسبت د هېواد لويديځ ويجاړوونکې زلزلې ولړزاوه، دې ناورين بشري ناورين نور هم کړکېچن کړى دى.
 
https://avapress.com/vdccmoqis2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته