دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 279929
په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شول
د هرات ولایت د کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۲۰ زره افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات ولایت د مهاجرینو چارو ریاست چارواکی وایی، یاد شوی کډوال د اسلام قلعه له پولې څخه راستانه شوی، چې ځینې یې په خپله خوښه او ځینې يي په زوره ایستل شوی.
 
د هرات ولایت د بندر اسلام کلا د مهاجرینو رئیس عبدالله قیومي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۲۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
 
دوی دا هم وايي: شړل شوي کسان هغه کسان وو چې اسناد یې نه درلودل، خو یو شمېر نور کسان هم شته چې له قانوني اسنادو سره له پولې اوښتي دي.
 
له بلې خوا د اسلام قلعه د کمیشنر مولوي حضرت الله اغا وايي چې هره ورځ تر دوو زرو پورې کسان په قانوني توګه ایران ته داخلیږي.
 
د هرات د اسلام قلعه کمیشنر زیاته کړه: هغه کسان چې له پولې اوړي، ادارو ته معرفي کیږي او له هر یوه سره به د دوی د ولایت له مخې مرسته وشي.
 
هغه همداراز څرګنده کړه: په دې ورځو کې له ایران څخه په خپله خوښه د راستنیدونکو او له پولې څخه د تیریدونکو کسانو شمیر زیات شوی دی او په دې مرستو کې د هغوی د مهاجرت کارت او کرایه شامله ده.
https://avapress.com/vdcdxn0xnyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته