دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 280231
تېره ورځ له پاکستان څخه څه باندې شپږ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ له پاکستان څخه څه باندې شپږ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه د عقرب ۲۱ مه د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې پرون (شنبه د عقرب ۲۰ مه) له پاکستان څخه څه باندې ۶ زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.
 
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د پاکستان له زندانونو ۸۲ خوشې شوي بندیان هم هېواد ته راستانه شوي دي.
 
دغه وزارت همداراز ویلي چې دغه کسان د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي او هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
https://avapress.com/vdcbfgb58rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته