دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 280299
په کابل کې د "چکدم" د اوبو د څو بندونو د جوړولو کار پیل شو
د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې د څه باندې څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت د "چکدم" د اوبو د څو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژی وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده وایی، د دغو پروژو د پلی کولو موخه د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو پیاوړتیا، د مونسون سیلابونو کنټرول، د شنو خونو جوړول او ده د کابل ولايت په ولسواليو کې د سيلابونو د زيانونو مخه ونيوله.
 
په همدې حال کې د کابل والي محمد قاسم خالد په دغه پروګرام کې وویل چې اسلامي امارت په هیواد کې شفافیت راوستی او د خدمتونو وړاندې کول یې په شعارونو نه بلکې په عمل کې ثابت کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت د "توري" بند د جوړېدو چارې پیل شوې وې.
https://avapress.com/vdcf1xd01w6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته