دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 280500
په ننګرهار کې چاودنې یو تن وژلی او یو یې ټپي کړی دی
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د دې ولايت په سرخرود ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایی، چاودنه د چاودېدونکو توکو له امله چې د یوه کس له خوا نامعلوم ځای ته لېږدول کېده، رامنځته شوې ده.
 
زابلي زياته کړه: دغه چاودنه نن (پنجشنبه د عقرب په ٢٥مه) له چشت څخه مخکې د سره رود ولسوالۍ د پول نګرک په سيمه کې د يوه سلماني مخې ته رامنځته شوه چې له امله يې د چاودېدونکو توکو لېږدونکى کس مړ او يو بل تن ټپي شو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د جلال اباد ښار د تبادلې په مارکېټ کې د چاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شوي وو.
https://avapress.com/vdcawwnuw49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته