دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 280610
د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د اوبو لوی بند جوړېږي
رسنیو خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت رهبري هیئت د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارد افغانیو په لګښت د اوبو د لوی بند د جوړولو امر صادر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د اسلامي امارت د رهبرۍ د فوق العاده فرمان له مخې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړیږي.
 
د ملي تلويزيون د خبر له مخې، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، چې د دغه بند د جوړولو د پيل لپاره به د دغه وزارت له خوا يو مسلکي تخنيکي بورډ جوړ شي.
 
ويل کيږي چې دغه بند د څه د پاسه ٥٠ مترو په لوړوالي سره جوړيږي چې د څه د پاسه شپږ ميليونه متر مکعب اوبو د زيرمه کولو ظرفيت لري چې د ګلستان، دلارام، خاشرود، غوري او چخانسوري ولسواليو له اته زره هکتاره زياته کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي. 
 
دغه راز څه موده وړاندې دفراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د بخش اباد بند د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
https://avapress.com/vdccsxqix2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته