دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 281016
د ناروې کمیټې په پنجشیر کې څه باندې درې زره کورنیو ته بشري مرستې وویشل
په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د ناروې کمیټې په پنجشیر کې پر ۳۴۴۰ اړمنو کورنیو ژمنۍ بشري مرستې وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ناروې کمیټه په پام کې لري چې د ژمي په رارسیدو سره په پنجشیر کې پر ۳۴۴۰ اړمنو کورنیو ژمنۍ بشري مرستې وویشي.
 
د پنجشېر ولايت د اقتصاد رئيس محمد نبي رحيمي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د ژمنيو مرستو د پېژندنې په غونډه کې وويل، چې دغه ژمنۍ بشري مرستې به په دغه ولايت کې د يوې سروې له ترسره کولو او د اړمنو کورنيو تر پېژندنې وروسته ووېشل شي.
 
هغه زياته کړه چې ټاکل شوې دغه مرستې د پنجشېر ولايت د شپږو ولسواليو په کچه ووېشل شي.
 
له بلې خوا دپنجشير ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس هم ددغو مرستو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او ددغه پروګرام دشفافيت او ښه پرمختګ په خاطر يې يو لړ لازمې لارښوونې وکړې .
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې تېر کال هم د پنجشېر په پنځو ولسواليو کې له يو زرو يو سل دوه څلوېښت اړمنو کورنيو سره بشري مرستې کړې وې.
https://avapress.com/vdcdff0x9yt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته