دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 281091
په هلمند ولایت کې دوه صنعتي ښارګوټي پرانیستل شول
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هلمند ولایت کې د بست صنعتي ښارګوټي او ملي صنعتي ښارګوټي پرانیستل.
افغان غږ خبری آژانس - د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالدین عزیزي د دغو صنعتي ښارګوټو په پرانیستلو کې د افغانستان پر صنعتي کیدو ټینګار کړی دی.
 
بست صنعتي ښارګوټي ۱۷۵ جریبه ځمکه او ملي صنعتي ښارګوټي په هلمند ولایت کې دوه زره جریبه مساحت لري.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، په هېواد کې د صنعتي ښارګوټو پرانیستل، د افغانستان له وارداتي اقتصاد څخه په صادراتو متکي اقتصاد باندې بدلول د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه دي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست تر دې وړاندې هم کندهار ولایت ته سفر کړی او هلته یې د تولیدي فابریکو څخه لیدنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcgyq9xqak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته