دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 281226
پاکستان له افغانستانه د انګورو ځانګړي ډول ته اجازه نه ده ورکړې چې دغه هېواد ته داخل شي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، پاکستاني چارواکو د افغاني انګورو ځانګړي ډول ته چې د تاجک انګور په نوم یادیږي، اجازه نه ده ورکړې چې دغه هېواد ته داخل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد نن سه شنبه (قوس ۷مه) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې پاکستان یوازې د یو ټاکلی ډول انګورو د داخلیدو مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د انګورو په ګډون ټولو صادراتي توکو ته د اصل سندونه ویشلي دي. خو پاکستاني چارواکو هغه هېواد ته د انګورو د ځانګړي ډول د ننوتلو مخه نیولې ده.

جواد په ډاګه کړه، چې پاکستانيان له دې ډول انګورو څخه ډکو موټرو ته اجازه نه ورکوي، فکر کوي چې دا د تاجکستان سره تړاو لري.

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په دې اړه خبرې اترې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر سوداګرو ویلي وو، چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر صادراتي توکو د بندیزونو د دوام له امله اوس د انګورو بار وړونکو موټرو ته د تورخم له دروازې د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د تورخم په دروازه کې د بار وړونکو موټرو چلوونکو او سوداګرو رسنیو ته ویلي، چې له درېیو ورځو راهیسې تر ۲۵ زیاتې لارۍ په دې لاره بندې دي، خو د پاکستان موقت حکومت په دې پلمه دوی ته د صادرولو اجازه نه ورکوي، چې ګواکې دغه انګور د تاجکستان او ازبکستان دي. 

له بلې خوا پاکستان په داسې حال کې دغه هېواد ته د دغو مالونو د ننوتلو مخه نیسي، چې تېره میاشت دغه هېواد هم اعلان وکړ، چې په میلیونونو ډالره مالیه یې له دې امله له لاسه ورکړې، چې سوداګریز توکي له دې بندرونو پرته له مالیې پرته افغانستان ته داخلېږي. 

وروسته له هغه چې دغه هېواد د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو څه باندې درې زره کانټینرونه ودرول، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یې د پخوا په پرتله ډېرې کړکېچنې کړې.
https://avapress.com/vdcgxq9x3ak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته