دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 281269
په درېيو ولايتونو کې څه دپاسه درې زره اړمنو کورنيو سره د نړيوالو مرستندويه ادارو له خوا مرسته وشوه
په هرات، لغمان او پروان ولایتونو کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، نړیوالو مرستندویه ادارو په دغو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۳۲۸ طبیعي پېښو ځپلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هرات د سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د ملک بن سلمان خیریه بنسټ له لوري پر ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.

له بلې خوا په لغمان کې د اسلامي امارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس وايي، چې په دغه ولایت کې د IOM، IRC او WFP په نومونو د مرستندویه موسسو له خوا په ۱۴۷۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.

دعراق دچارواکو په وینا په دغه ولایت کې پر ۶۷ کورنیو خوراکي توکي ویشل شوي دي.

په ورته وخت کې د پروان ولایت د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې پر ۷۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د ویش خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کې طبیعي پېښو او د بېکارۍ زیاتوالي د بېوزلۍ کچه لوړه کړې او په هېواد کې یې د وږو وګړو شمېر زیات کړی دی.

نړیوالو بنسټونو هم د لوږې د مخنیوي لپاره اړمنو ته د مرستو د وېش بهیر زیات کړی دی.
https://avapress.com/vdcd9f0xnyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته