دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 281609
په غور کې په څه دپاسه ١٤٠٠ اړو کورنيو مرستې وويشل شوې
د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې پر ۱۴۶۵ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د رسنیو دفتر مشر ذبیح الله غوثي زاده وايي، د خوراکي توکو دغه مرسته د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري پر اړمنو کورنیو وویشل شوه. 


د هغه په ​​وينا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو او ميندوارو مېرمنو لپاره قوی مواد شامل وو.

د غور ولایت د الفاروق ولسوالۍ اوسېدونکو د خوراک د نړیوال سازمان د مرستو د وېش هرکلی وکړ او د مرستو پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
https://avapress.com/vdcbg8b59rhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته