دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 282458
د غزې د شهیدانو شمېر ۱۹۴۵۳ تنو ته ورسېد
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د اکتوبر د اوومې نیټې د جګړې له پیله تراوسه د ټولو شهیدانو شمیر ۱۹۴۵۳ او د زخمیانو شمیر ۵۲۲۸۶ ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت په غزې تړانګې د صهیونیسټی رژیم په حملو کښې د شهیدانو او زخمیانو د زیاتیدو خبر ورکړ.

د غزې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اکتوبر په اوومه په غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تراوسه ۱۹۴۵۳ کسان شهیدان شوي دي.

دغه راز په دغو بریدونو کې ۵۲۲۸۶ کسان ټپیان شوي هم دي.
https://avapress.com/vdcenw8wvjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته