دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 282841
د یوناما پخوانی چارواکی: له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کول د افغانستان او نړۍ په ګټه دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي (یوناما) تادامیچي یاماموتو د رئیس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له حکومت سره د اړیکو عادي کول دافغانستان او نړۍ په ګټه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د یکشنبې په شپه، د جدی په دریمه، ارګ د یاماموتو له قوله وویل چې جاپان د اسلامی امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ د اړیکو د برابرولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
 
د یوناما پخواني مشر زیاته کړه: خوښ یم چې یو ځل بیا افغانستان ته راغلم، افغانان او دغه هېواد د جاپانیانو په زړونو کې ځای لري.
 
یاماموتو د اشرف غني د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې په افغانستان کې د یوناما مشر و.
 
په دې کتنه کې په کابل کې د جاپان سفیر او د جاپان د ساساکاوا د سولې بنسټ پلاوي هم حضور درلود.
 
په کابل کې د جاپان سفیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره څه باندې ۵۸ میلیونه ډالره مرسته کړې او په راتلونکي کې به هم له راستنېدونکو افغانانو سره د خوراکي توکو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.
 
خو د ساساکاوا جاپان د سولې بنسټ مشر اتوشي سونامي هم د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.
 
په کابل کې د جاپان سفارت په رسمي ډول د دې ناستې او د خبرو د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت لخوا د جامع حکومت جوړول او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی د اسلامي امارت د حکومت د رسمي کیدو لپاره د نړیوالې ټولنې له شرطونو څخه شمیرل کیږي.
https://avapress.com/vdcayunu649naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته