دخپریدو نیټه :جمعه ۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 283102
په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې ۲۱۳۲۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي
د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کښې د جګړې د شهیدانو شمیر ۲۱۳۲۰ او د زخمیانو شمیر ۵۵۶۰۳ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د غزې په جګړه کې د شهیدانو شمیر ۲۱۳۲۰ او د زخمیانو شمیر ۵۵۶۰۳ تنو ته رسیدلی دی.
 
په عین حال کښې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ د یوې بیانیې په صادرولو سره د لویدیځې غاړې له خلکو وغوښتل چې د اشغالګرو په وړاندې خپل مقاومت لاپسې پیاوړی کړی او د الاقصی په طوفان کښې د دښمن د تیریو د پای ته رسیدو پورې خپل شتون ته دوام ورکړی.
 
له بلې خوا د فلسطین د روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیله تر اوسه (۱۵ میزان) په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ رژیم له خوا ۳۱۳ کسان شهیدان شوی او ۳۸۰۰ نور ژوبل شوی دی.
 
د پورتني راپور له مخې د روان کال له پیله تر اوسه په لویدیځه غاړه کې ۵۲۱ تنه شهیدان شوي دي.
https://avapress.com/vdcbgfb55rhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته