دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 283279
د جنايي جرمونو په تړاو ۲۶ تنه د پوليسو له خوا ونيول شول
د كورنيو چارو وزارت وياند وايي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په اروزګان، كاپيسا، تخار، كندهار، غزني او فارياب ولايتونو كې ۲۶ تنه د غلا، نشه يي توكو د كارونې، د ناقانونه وسلو د لېږد او نورو جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبه (د جدی ۱۱ مه) په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې پولیسو ۲۶ تنه د غلا، نشه‎ يي موادو د استعمال او قاچاق په تړاو نیولي دي.

د ده د څرګندونو له مخې: په اروزګان ولايت کې ١١ تنه د غلا په تور، شپږ تنه په کاپيسا کې د نشه يي توکو د کارونې په تور، پنځه تنه په تخار کې د کورونو د مالونو د غلا په تور، يو تن په کندهار کې د ٨٠ زره افغانيو د غلا په تور نیول شوي دي.

ده دغه راز زياته کړه چې د اروزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې پوليسو د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې يوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو له کابل ښار څخه څو تنه د جنايي جرمونو په تړاو نيولي وو.
https://avapress.com/vdcguw9xyak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته