دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 283392
سرپرست حکومت به په کابل کې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي
د رئیس الوزرا اداري مرستیال د کابل له والي سره په کتنه کې وویل، اسلامي امارت د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، په کابل کې د څښاک د پاکو اوبو د ستونزو د حل او د سترو پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې پوره هڅې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت له والي عبیدالله سره وکتل.

په دې کتنه کې دکابل والي وويل چې دکابل ولايت مسوولين د امنيتي او ښاروالۍ له مسوولينو سره په همغږۍ تل هڅه کوي چې د کابل ښاريانو لپاره اسانتياوې رامنځته او غوره خدمات وړاندې کړي .

همدارنګه د کابل والي د ښاري نظم کمېټې پرمختګونو ته په اشارې سره د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له امله د کابل ښاریانو د ستونزو حل او د سترو پرمختیايي پروژو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي. د هیواد ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي د امنیت تامین او ټولنیزه هوساینه مکلفیت لري او په دې برخه کې جدیت ته اړتیا ده.

د رئیس الوزرا اداري مرستيال زياته کړه چې د اسلامي امارت رهبري د هېوادوالو لپاره د کاري زمينې د برابرولو، په کابل کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او د سترو پرمختيايي پروژو د پلي کولو په لاره کې هلې ځلې کوي .

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پلازمېنې په ځانګړې توګه د کابل په لوېديځه برخه کې ښاريانو په پرله پسې ډول د څښاک د پاکو اوبو له کمښت څخه شکايتونه کړي دي. خو تر اوسه د سرپرست حکومت له خوا دغه ستونزه نه ده حل شوې.
https://avapress.com/vdcco1qii2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته