دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 283685
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په هدف د ګډو کمېټو لومړنۍ ناسته ترسره شوه
د دغه وزارت اقتصادي مرستیال د یکشنبې په ورځ (د جدی ۱۷مه) وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګمارل شوې ګډې کمېټې لومړنۍ غونډې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او په دې برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په اړه جوړې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه دفتر زیاته کړې، چې په دې کتنه کې چې د دواړو هېوادونو په سرحدي ګمرکونو کې ترسره شوه، دواړو لورو د سوداګرۍ او ترانزیت د کچې پر لوړولو هوکړه وکړه، چې د ابو په اسلام قلعه کې به کاري ساعتونه له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته لوړ شي. 

دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه هم هوکړه وشوه، چې له مخې به یې هره ورځ د باروړونکو موټرو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شي.

دغه راز د ولسمشر د اقتصادي مرستیال د دفتر په وینا، په دغو غونډو کې افغانستان ته د ایراني بار وړونکو موټرو شل ورځنی بندیز هم لیرې شو.

دواړو خواوو د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د ځینو ټاکل شویو فیسونو د لغوه کولو اعلان هم وکړ.

د اقتصاد وزارت د ویاند دفتر زیاته کړې، چې ایران ۱۰۴ ډالر او افغانستان ۵۰۰۰ افغانۍ لغوه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو ناستو موخه د هغو هوکړه لیکونو تعقیبول دي چې ملا عبدالغني برادر ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره کړې وې. ايران ته د دغه وزارت د اقتصادي مرستيال د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د کچې د لوړولو په موخه يو شمېر هوکړه ليکونه لاسليک شول او د هغو د تعقيب په موخه د ګډو کمېټو پر ټاکلو هوکړه وشوه.
https://avapress.com/vdch6xnim23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته