دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 283719
د هېواد په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۱۲ زره کورنیو ته مرستې وویشل شوې
په ننګرهار، پروان، نورستان، لغمان، سمنګان او پکتیکا کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام په دغو ولایتونو کې پر ۱۲۷۵۴ کورنیو نغدي او غیرې نغدي مرستې ویشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ننګرهار کې د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي غضت الله مبارز وايي چې د خوراک نړیوال پروګرام له لوري د طبیعي پیښو له امله پر ۲۳۹۰ اړمنو کورنیو شپږ خوراکي توکي وویشل شول.

بل خوا په نورستان کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا رئیس مولوي احسان الله احمد وايي، چې د دغه ولایت په واما او دواب ولسوالیو کې پر ۲۱۷۵ اړمنو کورنیو د خوراک نړیوال پروګرام خوراکي توکي ویشل شوي دي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په لغمان ولایت کې پر ۱۴۹۳ کورنیو څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ لپاره د اسلامي امارت مرستیال مولوي رحیم الله وایي، د خوراک نړیوال پروګرام له لورې په ۱۴۹۳ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې هرې اړو کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ ویشل شوې دي، چې ټولټال ۴۷۷۷۴۰۰ افغانۍ کېږي.

له بلې خوا د سمنګانو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو ریاست مسؤلین د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د خوراک نړیوال پروګرام له خوا د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام له لوري د دره صوف بالا ولسوالۍ په ۴۱۰۹ کورنیو باندې پرون د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

بلخوا په پروان کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د مسؤلینو په وینا، د خوراک نړیوال پروګرام د AWARD په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت په مرکز کې پر ۱۵۲۰ اړمنو کورنیو شپږ خوراکي توکي وویشل.

خو په پکتیکا کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوراک نړیوال سازمان له لوري پر ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشل شوي دي.

په دغو مرسته شويو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، مالګه، چرس او د ماشومانو لپاره غذايي خوراکي توکي شامل دي.

تر دې وړاندې هم د خوړو نړيوال پروګرام په بېلابېلو ولايتونو کې پر لسګونو اړمنو کورنيو مرستې وېشلې دي.
https://avapress.com/vdcfymd01w6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته