دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 283825
په سمنګان ولایت کې د ۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو درې بندونه جوړ شوي
د سمنګان ولايت د سمندري چارو رييس وايي، د انرژۍ او اوبو وزارت د اته ميليونه افغانيو په لګښت د سمنګان ولايت په ايبک ښار او ولسواليو کې درې بندونه جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سمنګان ولایت د سمندری حوزی مشر ملا محمد عمر انس وایی، د سمنګانو ولايت په ايبک ښار او ولسواليو کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت د دریو بندونو  کار خلاص او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

هغه زياته کړه، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په ايبک ښار او د خرم، سارباغ او حضرت سلطان په ولسواليو کې د اوبو د يوه بند د جوړولو کار پيل شوى و، چې له يوې مياشتې هلو ځلو وروسته اوس ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د اوبو یو بند چې د همدې پروژې چارې د دې ولایت په روی دواب ولسوالۍ کې دوام لري.

ملا انس زياته کړه، چې د دغو بندونو د جوړولو لګښت توپير لري، خو ټول لګښت يې له اتو ميليونو افغانيو څخه زيات دى.

هغه وويل، چې د بندونو د جوړولو موخه د ځمکې لاندې اوبو پياوړي کول، د اوبو مديريت، د سيلابونو د راوتلو مخنيوى او د چاپيريال له ستونزو سره مبارزه ده او خلک بايد د دغو بندونو په ساتنه او پالنه کې جدي او ژمن وي.

په ورته وخت کې د سمنګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي: کروندګر، بڼوال او مالداران ډېری وخت د کال په بېلابېلو وختونو کې د کرنې او مالدارۍ د اوبو د کمښت سره مخ وي او د دغو بندونو جوړېدل د دوی اوږده هیله وه. 

د يادونې وړ ده چې د شمال زون د سمندري حوزې عمومي رييس انجنير رفيع الله مجتبي په سمنګانو ولايت کې د دغو بندونو د پرانيستې په مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې د دغو بندونو ساتنه او پالنه وکړي.
https://avapress.com/vdcdxs0xkyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته