دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 283826
د پنجشېر زمرد له ۱۵۱۹ قیراط څخه زیات وپلورل شول
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د پنجشیر ولایت له کانونو را ایستل شوي ۱۵۱۹ قیراط زمرد د څه باندې ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د جدی په ۱۹ مه د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د لسم ځل لپاره د پنچشیر ولایت زمرد پلورل شوی دی.

افغان زياته کړه، چې د پنجشير زمرد د داوطلبۍ له لارې پر سوداګرو پلورل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت له کانونو څخه ۲۷۴۶ قیراط زمرد استخراج شوي وو، چې په ۸۰ زره امريکايي ډالرو پلورل کېدل.
https://avapress.com/vdcewx8wpjh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته