دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 283859
د غزې د شهیدانو شمېر ۲۳۲۱۰ تنو ته ورسېد
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله د شهیدانو شمیر ۲۳ زره ۲۱۰ تنو ته رسیدلی او په دې موده کې د ټپیانو شمیر هم ۵۹ زره ۱۶۷ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: عینی خبری سرچینو د لویدیځې غاړې د بلتا په کمپ کښې د مقاومتی ځوانانو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ د نښتې خبر ورکړی دی.

د فلسطین د سرې میاشتې ادارې اعلان وکړ چې د بالتا په کمپ کې د نن ورځې په شخړه کې د اسرائیلو په ډزو کې شپږ فلسطینی ځوانان ټپیان شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل او بیا په غزې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو له امله څه دپاسه ۸۰ زره فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوی دی .
https://avapress.com/vdcamenuo49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته