دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 284136
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۳۸۴۳ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د جګړې له پیله تر اوسه د شهیدانو شمېر ۲۳۸۴۳ او د ټپیانو شمېر ۶۰۳۱۷ ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: خبری سرچینو د غزې د تړانګې په مرکز دیر بالا کښې د فلسطین د مقاومت د جنګیالیو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ د نښتو د دوام خبر ورکړی دی.

په عین حال کښې د خپرو شویو رپوټونو له مخې په دیرالبله کښې سخته جګړه روانه ده او د صهیونیسټ رژیم جنګیالیو په دې سیمه کښې بمباریو ته دوام ورکړی او په دیر بالا کښې یې یو بس په نښه کړی دی.

اسرائیلي پوځیانو نن سهار د غزې د تړانګې په جنوب کښې د خان یونس په ښارګوټي پراخ بریدونه وکړل.

صهیونیسټانو د خان یونس په مرکز او جنوب کښې په لیونی ډول بمباری وکړه .

په عین حال کښې فلسطیني سرچینو په دغه ښار کښې د مقاومت او اسرائیلي نیواکګرو ترمینځ د سختې نښتې خبر ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcjtxe8muqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته