دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 284781
په پاکستان کې زیاتره لارې د موټرو پر مخ پرانیستل شوې دي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، پاکستان د افغان سوداګرو د سوداګریزو موټرو پر مخ ډېری لارې بېرته پرانیستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د موټرو تګ راتګ عادي شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړي خانجان الکوزي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، چې پاکستان د خوست د خرلاچې او غلام خان لارې او د تورخم دروازه يي بیا پرانیستې دي.

هغه زياته کړه، چې له خيبر پښتونخوا سره د غلام خان او خرلاچي سړکونه بېرته پرانيستل شوي دي. خو د پکتیکا ولایت د «انګور ادې» لاره لا هم تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل، چې د تورخم لاره له يوولسو ورځو تړلې وروسته بېرته پرانيستل شوه.

عبدالبصیر زابلي په ډاګه کړه، چې دغه لار د دواړو لورو تر منځ له خبرو وروسته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د زابلي د څرګندونو پر بنسټ؛ نن سهار د تورخم دروازې له پرانیستلو وروسته لومړۍ سوداګریزه لارۍ پاکستان ته داخله شوه.

د شنبې په ورځ، د جدي په ۲۳مه، پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د تورخم پر پوله د افغان سوداګریزو لاریو چلوونکو لپاره باید ویزه ولري.

ویل کیږي چې د دغو موټر چلوونکو اکثریت نه ویزې لري او نه هم پاسپورتونه او د اسلام اباد پریکړې دوی نه شي کولای له پولې تېر شي.

اسلامي امارت د پاکستاني لوري د پرېکړې په اعتراض کې د دغه هېواد سوداګریزو لاریو ته اجازه ور نه کړه چې افغانستان ته ننوځي.

د دواړو غاړو د ځوابي اقداماتو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ پر دغه مهم پوله د یوولسو ورځو لپاره سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې.

د دواړو خواوو صادرونکو په تېرو ورځو کې ویلي وو چې د دې سوداګریزې لارې بندېدو دوی ته ستر زیانونه اړولي دي.

په دې اړه الکوزي د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د پاکستان له خوا د سوداګريزو موټرو پر مخ د تورخم د لارې تړل کېدل د دغه هېواد سوداګرو ته سل زره ډالره زيان اوښتى دى.

الکوزي زياته کړه، چې په دغو موټرو کې زياتره تازه مېوې او سبزيجات بار وو او ډېرى بار يې خراب وو.

په ورته وخت کې د دې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند ټینګار کوي چې د پاکستان موقت حکومت باید له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له نړیوالو اصولو سره سم عمل وکړي.

د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ د پاکستان لخوا په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو بار وړونکي کانتینرونه د اوپټا او نړیوال ترانزیتي تړون خلاف دي.

په تېر یوه کال کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې خړې پړې شوې، څلور میاشتې وړاندې د تورخم د لارې تړل کېدو او د کراچۍ په بندر کې د افغان مالونو د تګ راتګ بندېدو د هېواد سوداګرو ته له ۲۶ میلیونو ډالرو ډېر زیان اړولی دی.

خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر کال کې له پاکستان سره څه باندې دوه میلیارده او ۴۶۰ میلیونه ډالره سوداګري شوې، چې یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالره یې صادرات دي. خو د پاکستان لخوا محدودیتونه تل د سوداګرو لپاره یوه ننګونه ده.

باید وویل شي، چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او پاکستان د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره تر ټولو نږدې لار ده.
https://avapress.com/vdcfcjd0yw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته