دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 285715
ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت د ویاند مرستیال شو
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت د رهبري هیات په لارښوونه ملا حمدالله فطرت د سرپرست حکومت د ویاند د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد دغه موضوع په ایکس چینل کې د یوې مقالې په خپرولو سره اعلان کړه.
 
د یادونې وړ ده چې ملا حمدالله فطرت له دې وړاندې د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.
 
بلال کریمي تر دې وړاندې د حکومت د ویاند د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله چې په چین کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه معرفي شو.
https://avapress.com/vdcdfk0xkyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته