دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 285797
تېر کال په افغانستان کې ۱۹ میلیونه کسانو مرستې ترلاسه کړې
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه ټنه خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن (سه شنبه د دلوي ۲۴ مه) په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه مرستې تیر کال په ټول افغانستان کې ویشل شوې وې.
 
د سازمان په وینا، د خوراکي توکو او نغدو پیسو ویش د محلي اقتصاد په پیاوړتیا، د خوارځواکۍ مخنیوي او زده کونکو سره د ښه زده کړې سره مرسته کړې.
 
په همدې حال کې مرستندویه ادارې تل په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د بودیجې د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.
https://avapress.com/vdcdnk0x5yt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته