دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 287150
په تیرو پنځو میاشتو کې په لویدیځه غاړه کې ۷۵۰۰ فلسطینیان بندیان شوي دي
د فلسطین د بندیانو ټولنه اعلان کړي چې د غزې د جګړې له پیله تراوسه څه دپاسه ۷۵۰۰ فلسطینیان د صهیونیسټ رژیم له خوا په لویدیځه غاړه کښې بندیان شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د زندانیانو ټولنه اعلان کړی، چې صهیونیسټی اشغالګرو له پرون راهیسې په لویدیځه غاړه کې ۴۰ فلسطینیان بندیان کړی دی.

د دغه فلسطیني سازمان د راپور له مخې، د اکتوبر له اوومې راهیسې په لویدیځه غاړه کې د نیول شویو کسانو شمېر ۷۵۰۰ ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې په نیول شویو کسانو کې سلګونه زده کوونکي او ښځې هم شاملې دي.
https://avapress.com/vdciwyarut1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته