دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 287803
په پکتیکا ولایت کې د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو کار پیل شو
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پکتیکا ولایت کې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د زېرمه کولو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د پکتیکا ولایت په ځینو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به څه باندې ۴۲ زره متر مکعب اوبه خوندي شي چې په دغو ولسوالیو کې به د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د انرژۍ او اوبو وزارت په ټول هېواد کې د اوبو د وړو بندونو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
https://avapress.com/vdcdz50xsyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته