افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بنسټ له خوا د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت او د ملګرو ملتونو په همکارۍ د سړکونو او پلچکونو د جوړولو په ګډون د څلورو پروژو کار پیل شو.
باید وویل شي، چې کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۲ کال کې له خپلې داخلي بودیجې څخه د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې رغنیزې پروژې بشپړې کړي دي.