دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 288931
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۳۸۹۹ تنو ته ورسید
د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ جنایتونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۵۶ فلسطینیان شهیدان او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د غزې په تړانګه د اسرائیلو د یرغل له امله د شهیدانو شمیر ۳۳۸۹۹ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۷۶۶۶۴ تنو ته رسیدلی دی.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت له ټولو اړوندو خواوو څخه غوښتي دي چې له غزې تړانګې څخه د سرطان، مزمنو ناروغانو او د ۱۶ نه تر ۶۵ کلونو پورې د زخمیانو د تګ راتګ لپاره لارې خلاصې کړي تر څو د هغوي ژوند وژغورل شي. 
https://avapress.com/vdcgw79xqak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته