دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 288967
په سمنګان کې د سېلابونو له امله سخت زيانونه اوښتي دي
د سمنګان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د سختو سیلابونو او د استوګنې د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست د پیښو مدیر رییس عبدالقدوس لطیف په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه وايي:«په تېرو څو ورځو کې سختو بارانونو سېلابونه راوتلي او ډېر زيانونه يې اړولي دي..
 
هغه زياته کړه: په ايبک ښار کې د سېلابونو له امله څه باندې ٣٣ د استوګنې کورونه، دوه دوکانونه، د برېښنا ٣٠٠ متره شبکه، يو کيلومتر سړک، دوه څاګانې، د ښوونځي دوه ودانۍ، ٤٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه او يو جومات ويجاړ شوى دى. 
 
هغه زياته کړه، چې په دغو سېلابونو کې يو شمېر څاروي هم له منځه تللي او دغه ډول زيانونو خلک تر فشار لاندې راوستي دي.
 
لطيف وويل، د سمنګان ولايت د سيمه ييزې ادارې د مشرتابه له خوا د سېلابونو د اوښتو زيانونو د اټکل او له اړمنو او زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې په موخه د سروې ډله ټاکل شوې ده.
 
نوموړي وويل، چې د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو کره شمېره به ډېر ژر معلومه شي او له نورو مرستندويه بنسټونو سره په همغږۍ به له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته او همکاري وشي.
 
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت يو شمېر اوسېدونکو وويل: د ويجاړوونکو سيلابونو دوام په حقيقت کې خلک اندېښمن کړي دي او له مسوولينو څخه غواړو چې د سيلاب ځپلو کورنيو ته رسيدګي وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله غره ښويېدلې او د مزار- سمنګان لويه لار يې تړلې وه.
https://avapress.com/vdcfvcd0ew6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته